ډېر لوستل شوي

هلمند کې د کډوالو لپاره د نوې ښارګوټي پرانیسته؛ ۴۲۶۰ نمرې به وېشل کېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په شتون کې د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د ۵ زره جريبه ځمکې په مساحت د کډوالو د استوګنې په پار يو نوی ښارګوټی پرانيست.

ياد وزارت وايي، په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې ښاغلي حنفي د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو جبري اېستل د ټولو اصولو خلاف عمل بللی او راستنېدونکو ته يې ډاډ ورکړی چې ټولو کډوالو ته خدمتونه په ښه توګه ترسره کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني وایي، دغه ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو معياري اصولو او پلانونو سره سم جوړ شوی، چې ۴ زره او ۲۶۰ نمرې لري.

دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د استوګنې ښارګوټي پرانيستي دي.

اړوند خبرونه