د پاکستان په کراچۍ کې د زلزلې پر مهال د ګډوډيو له امله د ملير له زندانه ۲۱۶ بنديان په تېښته بريالي شوي دي.
د جي نيوز په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۸۰ بنديان بېرته نيول شوي او تر ۱۳۵ ډېر يې لا هم لا درکه دي.
د يادې شبکې په يوه ويډيويې راپو کې ښکاري، چې امنيتي مسوولين په جوماتونو کې د تښتېدولو بنديانو د پيدا کېدو په موخه اعلانونه پيل کړي دي. د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې دا ۱۱م ځل دی چې کراچۍ کې د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او خلک یې په ډار کې اچولي.