ډېر لوستل شوي

امريکا کې يو چيني وګړی له خطرناک توکو سره ونیول شو

د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) یو چيني وګړی یون‌چینګ جیان د یوه خطرناک او غير قانوني زراعتي فنګس “Fusarium graminearum” د  لېږد په تور نیولی دی.

د يادې ادارې رييس کاش پټېل په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې دغه توکي د غنمو، جوارو، وربشو او وريجو حاصلاتو ته جدي زيان رسوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې دغه توکي نه يوازې زراعت ته ګواښ پېښوي، بلکې انسانانو او څارويو ته هم روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

د امريکا فدرالي تحقيقاتو ادارې رييس دا هم ويلي، چې نوموړی د چين د کمونيست ګوڼد ملاتړی او د دې کار لپاره يې له ياد هېواد څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

یاده پېښه د امریکایي ادارو له لوري د زراعتي امنیت د خوندیتوب په برخه کې یوه مهمه لاسته‌راوړنه بلل شوې.

اړوند خبرونه