د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټېسلا او سپېساېکس شرکتونو مشر اېلان ماسک د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نوې مالیاتي لایحې سره سخت مخالفت کړی دی.
ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده لایحه “وېروونکې، له بېځایه امتیازونو ډک او یوه شرموونکې فاجعه” ده.
نوموړي د امریکا د استازو جرګې غړي هم تورن کړي، چې د دغه قانون په تصویب سره یې یوه ستره تېروتنه کړې. ماسک لیکلي: “بښنه غواړم، خو نور یې زغم نه لرم. دا قانون د خلکو د حقونو خلاف دی.”
د ماسک له دې څرګندونو سره، په سنا کې یو شمېر استازو هم ورته غبرګون ښودلی او د هغه د دریځ ملاتړ یې کړی دی. د ټرمپ حکومت نوې مالیاتي لایحه د پوځ بودیجه، د کډوالۍ بندیزونه او پولي امنیت زیاتوي. دغه لایحه، همداراز د ۲۰۱۷ کال هغه قانون هم غزوي چې له مخې یې مالیه کمه شوې وه.