د خوست ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دویمې او درېیمې ناحیو د واټونو روښانهکولو په موخه د ۱۳۴ څراغونو د نصبولو پروژه بشپړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغه ولایت ښاروال، مفتي شهزاد نور رسنیو ته ویلي د واټونو او کوڅو د روښانهکولو او د ښار د ښکلا په موخه به دا سیستم په پاتې برخو کې هم فعال کړي.
د خوست ښاروالۍ د مسوولینو په وینا چې په دې پروژه ۱۶ میلیون افغانۍ مصرف شوی او ټول ۱۳۴ څراغونه روښانه شوي دي.
د ویلو ده چې د دې پروژې پرانیسته تېره شپه د ولایتي چارواکو له لوري شوې او د دغه ښار په پاتې برخو کې هم د دغه سیستم د فعالېدو ژمنه شوې ده.
په ورته وخت کې د خوست ښاریان د دې څراغونو پر نصب او روښانهکېدو خوښي ښودلې، خو د ښار په نورو واټونو یې هم د دا ډول څراغونو د روښانه کولو غوښتنه کړې ده.