په سويلي کوريا کې له پراخو سياسي ګډوډيو وروسته نن د کوريا د ډيموکراټيک ګوند د اپوزيسيون نوماند لي جې ميونګ د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
د راپورونو له مخې، په دغو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي وو.
ويلکېږي، چې يادې ټاکنې له شپږ مياشتو سياسي ګډوډيو وروسته ترسره شوي دي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ټاکنو په لومړنۍ پايلو کې هم لي جي ميونګ بريالی شوی و.