د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ القران والحديث مولوي هبتالله اخندزاده حفظهالله د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پيغام له مهمو برخو څخه يوه برخه د اسلامي د اسلامي عدالت د پلي کېدو او د دیني ارزښتونو د ژغورنې لپاره اړوندو ادارو ته ځانګړې سپارښتنې دي.
په دغه پیغام کې د اسلامي امارت محاکمو ته سپارښتنه شوې چې د ټولو خلکو قضیې په دقت او انصاف سره تر څېړنې لاندې ونیسي، د شرعي اصولو پر بنسټ پرېکړې وکړي او د خلکو حقوق خوندي وساتي.
عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ټینګار کړی، چې قضاوت یو ستر مسوولیت دی او باید قاضیان د الله تعالی له وېرې سره قضاوت وکړي.
دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو اورېدولو وزارت ته هدایت شوی، چې د اسلامي نرمو اصولو په چوکاټ کې له ديني علماوو سره په ګډه د شرعي اصولو په رڼا کې د ټولنې اصلاح ته دوام ورکړي.
د ويلو ده، چې دغه سپارښتنې د اسلامي نظام د عدالت، اصلاح او د ټولنې د سمون لپاره د د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظهالله د ژور اهتمام څرګندونه کوي.