د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال انجنير سلطان محمد زبير د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د يوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د کوچنيو مالي تمويلونو سکتور پر ودې، د بهرنيو بشري مرستو پر ځای لګولو، د پراختيايي پروژو پر تمويل او له نړيوالو مالي تمويلوونکو بنسټونو سره د پراخو اړيکو پر ټينګښت خبرې کړې دي.
ښاغلي زبير په دې ناسته کې د کوچينو تمويلونو سکتور د لا پياوړتيا په پار د بشري ظرفيت لوړونې، عصري ټکنالوژۍ د رامنځتهکېدو او د عامه پوهاوي د زياتوالي په برخه کې د يوناما د همکاريو غوښته کړې ده. په افغانستان کې د يوناما مشرې د کوچنيو مالي تمويلونو سکتور د اقتصادي پياوړتيا او خلکو ته د کارموندنې په پار مهم بللي او زياته کړې يې ده، چې دوی به هڅه وکړي؛ تر څو په همدې موخه د جاپان، چين، ماليزيا او اندونيزيا هېوادونو څخه د ظرفيت لوړونې عصري ټکنالوژي د برابرولو په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړي.