پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په دوام، نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې هلته نن د اسراییلو له لوري د مرستو وېش مرکزونه تړل شوي دي.
رسنیو د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې «میرجانا سپولجاریک» له قوله په غزه کې روان وضعیت د نه منلو وړ بللی او اندېښنه ښودل شوې چې هلته انساني کرامت او نړیوال بشري قوانین د منځه تلو په حال کې دي.
د «آی سي آر سي» مشرې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي: “په غزه کې روان وضعیت له اخلاقي، قانوني او بشري معیارونو سره برابر نه دی، دولتونه داسې هېڅ څه نه کوي، چې جګړه ختمه شي، د فلسطینیانو ستونزې پای ومومي او یا هم اسراییلي بندیان خوشي شي.”
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې دا څرګندونې داسې مهال کړې پرون (سېشنبې) د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې د صهیونیستي عسکرو په ډزو ۲۷ فلسطینیان شهیدان شول.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند «متیو میلر» په غزه کې د صهیونیستي رژیم په جنګي جرمونو اعتراف کړی. نوموړي له یوې بریټانیايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: “له شک پرته چې اسراییلو په غزه کې جنګي جرمونه کړي دي.”
د ویلو ده چې تر دې مخکې د فرانسې په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم پر غزې د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي وو، او په ځینو مواردو کې یې پر اسراییلو د بندیزونو لګولو خبرداری هم ورکړی و.