ډېر لوستل شوي

۲۴ ساعتونو کې ۹۷ شهيدان؛ د غزې له ټپي خاورې لا هم وینه څاڅي

د فلسطين روغتيا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د صهيونيست رژيم د بريدونو له امله ۹۷ کسان شهيدان او ۴۴۰ نور ټپيان شوي دي.

د ترکيې دولتي خبري اژانس (انادولو) راپور ورکړی، چې له دې سره په غزه کې د شهيدانو شمېر ۴۵ زره ۶۰۷ او د ټپيانو شمېر بيا ۱۲۵ زره او ۳۴۱ ته رسېدلی دی.

ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د غزې د وروستیو پېښو په تړاو د سم‌لاسي او خپلواکو څېړنو غوښتنه او ټینګار یې کړی، چې د دې بریدونو عاملان باید ځواب ورکولو ته اړ کړای شي.

د ويلو ده، چې تېره ورځ پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په دوام، نړیوالو رسنیو راپور ورکړ، چې هلته د اسراییلو له لوري د مرستو وېش مرکزونه هم تړل شوي دي.

اړوند خبرونه