ډېر لوستل شوي

افغان حاجیانو د حج مراسم پای ته ورسول

د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ویلي چې افغان حاجیانو د حج مراسم په منظمه توګه پای ته رسولي دي.

یاد وزارت دا مراسم بریالي یادوي او په وینا یې افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې چمتو شوې وې.

د ياد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې وزیر شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب له حاجیانو سره د عرفات په میدان کې له نږدې کتلي، د حاجیانو خیمو ته ورغلی او حاجیانو ته یې مهمې سپارښتنې کړي دي. وزارت زیاته کړې: “حاجیانو له عرفات وروسته په مزدلفه کې وقوف، لمونځونه، او نور مناسک ترسره او په لسمه د ذوالحجې، حاجیان د جمره عقبې د ویشتلو لپاره واستول شول، او د قربانۍ مناسک هم بشپړ شول.”

یاده دې شي چې د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ به هم ژر پیل شي.

اړوند خبرونه