د امریکا متحده ايالتونو د لاسانجلس د مظاهرو په ملاتړ په تکساس، پنسلوانیا، ماساچوست، نیویارک او سانفرانسیسکو کې لسګونه زره کسانو لاریونونه کړي، چې په پايله کې یې یوازې په سانفرانسیسکو کې سلګونه کسان نیول شوي دي.
د مظاهرو د پراخېدو له امله ډونالډ ټرمپ د ملي ګارډ د کارولو خبرداری ورکړی، او همدا مهال يې په لاسانجلس کې څه باندې څلور زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.
بلخوا، د کلیفورنیا والي د ټرمپ پر دغه اقدام نيوکه کړې او محکمې ته يې شکایت کړی، چې دا چاره د وضعيت د لا پېچلتيا لامل کيدلی شي.
د ويلو ده، چې دغه لاريونونه د پولیسو له لوري د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې د عملیاتو له امله څلورمه ورځ هم دوام لري.