ډېر لوستل شوي

روغتیا وزارت: په ټول هېواد کې د «شري» ناروغۍ نږدې ۴ زره مشکوکې پېښې ثبت شَوې

عامې روغتیا وزارت روان کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغۍ د نږدې څلور زره مشکوکو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی. 

د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل ویلي چې روانه میاشت به د شري ضد واکسینو د تطبیق کمپاین پیل شي. 

د ښاغلي امرخېل په وینا چې روغتیا وزارت د نورو وایروسي ناروغیو په څېر د سرخکان د مخنیوي لپاره هڅې کوي او په شاوخوا درې زره روغتیایي مرکزونو کې به یې د واکسینو د تطبیق کمپاین پیل شي. 

د روغتیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې روان میلادي کال په هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغۍ تایید شوې پېښې تر مشکوکو پېښو لږ دي. 

شري هغه ساري ناروغي ده چې Morbillivirus وایروس په وسیله رامنځته کېږي او د تبې، بخار، ټوخي، د سترګو سوروالي او نمجنېدو لامل کېږي. ډاکتران وايي چې شري تر ډېره د ټوخي، پرنجي یا هم نورو لارو له ناروغ څخه روغ کس ته لېږدي، او په افغانستان کې ښځې هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.

اړوند خبرونه