د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وایي، چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاسانجلس ښار امنیتي وضعیت ته په کتو، هلته ۷۰۰ سمندري پوځیان او د ملي ګارډ دوه زره اضافي ځواکونه لېږي.
تر دې وړاندې د کلیفورنیا والي ګوېن نیوسام هم دا موضوع تائيد کړې وه.
رویټرز د محکمې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د کلیفورنیا ایالت د ټرمپ د ادارې پر ضد قانوني شکایت کړی او ویلي یې دي، چې یاد اقدام د ایالت له حاکمیت، فدرالي قوانینو او د قانوني پروسو سره ښکاره ټکر لري.
د ويلو ده، چې د ټرمپ او د ګوېن نیوسام ترمنځ اختلاف له وړاندې هم موجود و؛ خو د لاسانجلس د ناامنيو پر مهال د ملي ګارډ د استقرار پرېکړې دا شخړه لا پسې ژوره کړې ده.