د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د نېکمرغه لوی اختر په درېيمه د اسلامي امارت د يو شمېر ملکي او پوځي چارواکو سربېره له ګڼ شمېر علماوو او عامو هېوادوالو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې ګډونوالو د روان امنیت ستاینه کړې او دا یې د افغان ولس لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
ښاغلي عبدالکبير په دې ناسته کې د اختر مبارکي ورکړې او ويلي دي، چې اسلامي امارت د هېواد د بيا رغونې او د ولس د ستونزو حل ته ژمن دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه راز ټينګار کړی، چې خپل نظريات او غوښتنې په ازدانه توګه له حکومت سره شريکې کړي.