ډېر لوستل شوي

د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیل شوه

افغان حاجیانو د حج له مراسمو د راستنېدو لېږد لړۍ نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۱مه) له سعودي عربستان څخه پیل شوه.

 د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په لومړۍ الوتنه کې یو شمېر حاجیان د کام‌ایر هوايي شرکت له لوري کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېدل.

ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې د حاجیانو د خوندي او منظم لېږد لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. د ويلو ده، چې دا لړۍ هر کال د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همغږۍ د ځانګړو الوتنو له لارې ترسره کېږي، څو حاجیان په خوندي توګه خپلو کورونو ته ورسېږي.

اړوند خبرونه