د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ دوه کسیز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون د کازان ښار ته په رسمي سفر لاړ.
د ياد وزارت وياند قاري منصور احمد حمزه ويلي، ټاکل شوې چې ښاغلی سعید به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د تعلیمي نظام د فرصتونو، ننګونو او پرمختیايي اړتیاوو په اړه تفصیلي وینا وکړي، او نړیواله ټولنه به وهڅوي، تر څو د هېواد د تعلیم په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
همداراز، دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره لیدنې ولري او د ښوونې په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر فرصتونو بحثونه ترسره کړي.