د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د واخان سړک په دوو پړاوونو کې پیلشوي کارونه په چټکۍ روان دي، او په وینا یې چې د جغلاچونې چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د یاد وزارت ویاند، نورالهادي عادل ویلي چې د دغه سړک چارې په منظم ډول روانې دي.
واخان سړک شاوخوا ۱۲۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د کارونو له بشپړېدو وروسته به چین له افغانستان سره وصل کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهانو د واخان پروژه د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه بللې او ټینګار شوی چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د هېواد صادراتي توکي د یوې اوونۍ په اوږدو کې چین ته رسېږي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د واخان پروژې ته جدي پام شوی او کارونه یې په چټکۍ روان دي.