ډېر لوستل شوي

امریکا او چین د نادره معدني توکو پر سر مهم تړون نهايي کړی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې له چین سره يې د نادره معدني توکو په اړه یو مهم سوداګریز تړون بشپړ شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې تړون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو هوارول دي؛ خو د پلي کېدو لپاره یې لا هم د چين د ولسمشر شي جین‌پينګ او د ده تصویب ته اړتیا شته.

د دې تړون له مخې به چین امریکا ته نادره معدني فلزات او مقناطیسونه صادروي، چې دا توکي د موبایلونو، برېښنایي موټرنو او نورو پرمختللو ټکنالوژیو لپاره حیاتي ارزښت لري.

همداراز ویل شوي، چې د تړون په بدل کې به امریکا د چيني زده‌کړيالانو پر ویزو لګول شوی بندیز بېرته واخلي، چې دا پرېکړه تر دې وړاندې د ټرمپ ادارې کړې وه.

د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لي چنګ ګانګ ویلي، چې دغه هوکړه د روان میلادي کال د جون میاشتې پر ۵مه نېټه د دواړو ولسمشرانو تر خبرو وروسته نهايي شوې او د اجرايي چوکاټ بڼه یې خپله کړې ده.

د ويلو ده، چې د ياد تړون د تصويب نهايي نېټه او ځای لا هم نه‌دی په ډاګه شوی.

اړوند خبرونه