ډېر لوستل شوي

د امریکا په ښارونو کې د لاریونونو زور؛ په لاس انجلس کې ګرځبندیز ولګېد

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد مظاهرې پراخې شوي او د چهارشنبې په ورځ دغه اعتراضونه سترو او مهمو ښارونو ته هم ورسېدل.

د لاس انجلس ښار چارواکو د تېرو ورځو د ناکراریو له امله د ښار په مرکزي سیمو کې د شپې ګرځبندیز اعلان کړی، چې له مخې یې د درنو وسلو سمبال امنیتي ځواکونه د دولتي ودانیو شاوخوا ګزمې کوي.

د لاس انجلس کاونټي څارنوال ویلي، شواهد ښيي چې تر ۴۰۰ پورې مظاهره‌چیان د فزیکي شخړو، ویجاړۍ او په نورو غیرقانوني کړنو کې ښکېل دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د لاریونونو د کنټرول لپاره د زور کارونې ګواښ کړی؛ خو معترضین لا هم خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه