د امریکا د فولبرایت تعلیمي پروګرام د مشرتابه پلاوي ټولو غړو د ټرمپ ادارې له لوري د بورسیو په پروسه کې د سیاسي لاسوهنې له امله استعفا ورکړې ده.
دوی وايي، چې حکومت د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کال لپاره ګڼو تایید شویو کسانو ته بورسیې نه دي ورکړي او شاوخوا ۱ زر او ۲۰۰ نور یې غیرقانوني ارزونې کې شامل کړي دي.
سناتور جین شاهین دا استعفا د پروګرام د خپلواکۍ لپاره “زړور اقدام” بللی، خو د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه “سیاسي ننداره” ګڼلې ده. ياد پروګرام چې له ۱۹۴۶ کال راپدې خوا فعال دی، هر کال زرګونو امریکايي محصلینو، ښوونکو، هنرمندانو او څېړونکو ته بورسیې ورکوي او دغه راز له ګڼو نورو هېوادونو څخه د زدهکړو لپاره امریکا ته د زدهکوونکو د راتګ زمینه برابروي.