د اوبو او انرژۍ وزارت په لغمان کې د ۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر پراختيايي پروژو له ګټې اخيستو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، په دې پروژو کې د نهر کريم کانا اړوند سلګونه ترنجونه، يو سربند، دوه چکډمونه او د ماهيانو روزنې حوض پروژې شاملې دي.
په جوړو شويو مراسمو کې د “اېفاېاو” مؤسسې رييس په لغمان ولایت کې د یو شمېر نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو ژمنه هم کړې ده. د ويلو ده، چې په دې ولایت کې د نهر کریم کانال سربېره د شاهي او بدېع الآباد کانالونو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.