د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۲ افغان کډوالو چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو په درلودو سره سره نيول شوي وو، له بند څخه تر ازادېدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شول.
ياد وزارت د کندهار د سپينبولدک ولسوالۍ د سرحدي مديريت د معلوماتو له مخې ويلي، چې ياد کسان له يوې تر پنځو ورځو پورې په بند کې ساتل شوي وو، د راستنېدو پرمهال ثبت او له اړينو بشري مرستو وروسته خپلو اصلی مېنو ته لېږدول شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې پاکستاني پوليسو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان د قانوني اسنادو په درلودو سره سره نيولي او بيا د افغان ديپلوماټانو په هڅو راخوشې شوي او خپلو اصلي سيمو ته لېږل شوي دي.