د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په تهران کې له هغو افغان متخصصینو سره وکتل، چې دا مهال د فوق تخصصي پروګرام په چوکاټ کې خپلې لوړې زدهکړې کوي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي جلالي د یادو متخصصینو وړاندیزونه او ستونزې اورېدلې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسانتياوو برابرولو او د یادو ستونزو د هوارۍ لپاره به عملي ګامونه پورته شي.
ښاغلي جلالي دغه راز ټینګار کړی، چې افغان ملت وړ روغتیايي کادرونو ته اړتیا لري او د زدهکړو له ستنېدو وروسته به ورته په دولتي روغتیايي ادارو کې د خدمت مناسب فرصتونه برابر شي. د عامې روغتيا وزارت سرپرست زياته کړې، چې د دوی نوې علمي تجربې کولای شي په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي لامل شي.