د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د صهيونيست رژيم او فلسطین د خپلواک دولتونو په تړاو د ملګرو ملتونو د راتلونکې اونۍ په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
رويټرز خبري اژانس ته په یوه سند کې څرګنده شوې، چې دغه پیغام د سه شنبې په ورځ نړیوالو هېوادونو ته لیږل شوی دی.
په دې پیغام کې خبرداری ورکړل شوی، هغه هېوادونه چې له غونډې وروسته د اسراييلو پر ضد اقدام وکړي، د امریکا د بهرني سیاست د ګټو مخالف به وګڼل شي. د ټرمپ د وروستي دریځ او دغه ډول غوښتنه د امریکا دوو نږدې متحدینو؛ فرانسې او سعودي عربستان، چې د دغې غونډې کوربتوب کوي، د دیپلوماټیکو هڅو سره په ټکر کې بلل کېږي.