د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو او د هېوادونو له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د ایران د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللې او د صهیونیستي رژیم دا بریدونه یې په کلکه غندلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا تجاوز په داسې حال کې ترسره کېږي چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسراییلو د بېدرېغه او فاجعهبارو بریدونو لاندې دی.
د اعلامیې له مخې چې اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني او نړیوالو اصولوته پام وکړي، دغه تاوتریخوالی ته دوام ورکوي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د سیمې وضعیت کړکېچن کېدو لامل کېږي. د ویلو ده چې تر دې مخکې د قطر او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو پر ایران د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونو ته غبرګون ښودلی او دا یې په کلکه غندلي دي.