ډېر لوستل شوي

شهباز شریف وایي، پر ایران وروستي بریدونه د سیمې امنیت زیانمنوي

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف پر ایران د صهیونیستي رژیم وروستیو بریدونو ته غبرګون ښودلی او دا یې د «اسراییلو» بې دلیله اقدام بللی دی.

شهباز شریف پر اېکس لیکلي، د اسراييل له لوري پر ایران نننی (بې دلیله) برید په کلکو ټکو غندي او په وینا یې چې دغه خطرناک او نامسوولانه اقدام د اندېښنې وړ او د سیمې د امنیت زیانمنوونکی دی.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز ویلي چې نړیواله ټولنه دې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

تر دې مخکې د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو او د هېوادونو له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د ایران د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللې او د صهیونیستي رژیم دا بریدونه یې په کلکه غندلي دي. د ویلو ده چې تر دې مخکې د قطر او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو پر ایران د اسراییلو صهیونیستي رژیم بریدونو ته غبرګون ښودلی او دا یې په کلکه غندلي دي.

اړوند خبرونه