ډېر لوستل شوي

قطر پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل

پر ایران د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونو ته د غبرګونونو په دوام، د قطر دولت دا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د قطري رسنیو په راپورونو کې پر ایران د صهیونیست اسراييلو بریدونه غندل شوي او دا د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

د قطر دولت دا کړکېچ د سیمې د سولې لپاره ګواښ بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د قانوني او اخلاقي مسوولیت پر بنسټ د صهیونیستي رژیم د سرغړونو مخه ونیسي.

په راپورونو کې د قطر دولت په حواله له ښکېلو خواوو د زغم او د کړکېچ پراخېدو د مخنیوي غوښتنه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صهیونیستي رژیم نن (جمعه، غبرګولي ۲۳مه) پر ایران هوایي بریدونه کړي چې له امله یې شپږ ایراني اټومي ساینسپوهان وژل شوي دي.

اړوند خبرونه