ډېر لوستل شوي

په ټوله نړۍ کې د ۱۲۲ میلیون کسانو ډېر یې د جګړو له امله بې‌ځایه‌کېدو ته مجبور شوي

د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي چې په ټوله نړۍ کې ۱۲۲ میلیون کسان په جبري توګه د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د دې کمېټې د معلوماتو له مخې چې په ټوله نړۍ کې دا کسان د جګړو، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېدو ته مجبور شوي دي. 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د تازه معلوماتو له مخې چې په دې ۱۲۲ میلیون بې‌ځایه شویو کې نږدې ۴۰ سلنه یې هغه کسان دي چې له ۱۸ کلنۍ کم عمر لري. 

د شمېرو له مخې چې په جبري توګه په دغو ایستل‌شویو کې ډېره برخه د افغانستان، سوډان، سوریې او اوکراین اتباع شامل دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې له لوري دا امار داسې مهال خپاره شوي چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل په کمسارې توګه زیات شوي دي.

اړوند خبرونه