ډېر لوستل شوي

ایران: د اسراییلو پر ضد غچ‌اخیستونکي بریدونه به لا پراخ شي

د ايران سپاه پاسدارانو لوړ پوړو چارواکو خبرداری ورکړی، چې پر اسراييلي رژيم به غچ‌اخيستونکي بريدونه نور هم پراخ شي او ټينګار يې کړی، چې په سيمه کې به هغه هېواد په نښه شي، چې د دې رژيم دفاع کوي.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د ايران له لوري پر اسراييلو تېره شپه په غچ‌اخيستيونکو بريدونو کې تر ۲۰ ډېر اسراييلي لوړپوړي نظاميان او ساينسپوهان وژل شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې صهيونيست رژيم تېره ورځ د ايران پر مهمو سيمو بريونه وکړل، چې تهران هم بيګا شپه ځوابي بريدونه کړي دي.

اړوند خبرونه