ډېر لوستل شوي

مولوي نورجلال جلالي ایران کې د طبي همکارۍ پر هوکړه لیک خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي ايران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په تهران کې له دوو مخکښو روغتونونو، د ماشومانو د ناروغيو د درملنې طبي مرکز (مرکز طبي کودکان) او د حکیم روغتون له مسوولينو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنو کې د هډوکو د مغز ټرانسپلانټ، نفرولوژۍ، زړه او نورو فوق تخصص برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې او له دولتي روغتونونو سره د همکارۍ پر هوکړه لیک خبرې شوې دي.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاريو، تجربو شریکولو او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړی دی. دا په داسې مهال ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست ايران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لوړپوړو چارواکو په ګډون له ګڼو روغتيايي مسوولينو سره ليدنې او کتنې کړې دي.

اړوند خبرونه