ډېر لوستل شوي

اسراییلو کې یوه بله نارامه شپه؛ د ایران تازه بریدونو صهیونیست رژیم ته پراخ زیانونه اړولي 

تېره شپه د صهیونیستي رژیم له بریدونو څو ساعته وروسته ایران په ځوابي غبرګون سره د «تل‌ابیب» بېلابېلې سیمې په نښه کړې چې له امله یې د ۴ کسانو وژل‌کېدل او ۱۴۰ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي. 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې تېره شپه د اسلامي جمهوریت په ځوابي بریدونو کې سلګونه اسراییلیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او پراخ مالي زیانونه یې وراړولي دي. 

په ورته وخت کې د صهیونیست رژیم پوځ هم منلې چې د تل‌ابیب په سویل کې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله ۳۵ کسان لادرکه شوي هم دي.

د ایران اسلامي جمهوریت پرون خبرداری ورکړی و چې پر صهیونیست اسراییلو یې پراخ بریدونه پلان کړي او دغو بریدونو ته بشپړ چمتووالی لري.  بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر،عباس عراقچي ‘د صهیونیست رژیم د بریدونو پرمهال’ له امریکا سره د غیرمستقیمو خبرو دوام هم بې‌مانا بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې دا ځل به په کوربه هېوادونو کې امریکایي اډې په نښه کوي.

اړوند خبرونه