نړیوالو رسنیو د ایران او صهیونیستي رژیم د تازه بریدونو خبر ورکړی او ویل کېږي چې د دغو بریدونو له امله څلور اسراییليان وژل شوي دي.
د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې چې اسراییلو دا ځل د ایران دفاع وزارت او پوځي تاسیسات په نښه کړي، او ایران بیا نن (یکشنبې) د اسراییلو په لور لسګونه توغندي توغولي دي.
په راپورونو کې د سپاهپاسداران په حواله ویل شوي چې د ایران په تازه بریدونو کې د صهیونیست اسراییلو د جنګي الوتکو د تېلو زېرمې په نښه شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت پرون خبرداری ورکړی و چې د اسراییلو پر صهیونیستي رژیم د نویو بریدونو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د ویلو ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي له ایران سره غیرمستقیمې خبرې هم بېمانا وبللې او پر ایران د اسراییلو بریدونه یې په کلکه وغندل.