د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د بهرنیو استازولیو له رییسانو او سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې تهران نورو هېوادونو او سیمې ته د جګړې پراخېدل نه غواړي.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې د ښاغلي عراقچي له قوله ویل شوي چې تهران اصلاً د دې جګړې پیلېدونکی نه دی، او په وینا یې چې دا تېری پر دوی تحمیل شوی دی.
عباس عراقچي د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په اشارې ویلي چې اسراییل د مذاکراتو او ډيپلوماسۍ مخالف دي، خو ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د ډیپلوماسۍ په لټه کې و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د دوی پر اټومي تاسیساتو د صهیونیست اسراییلو بریدونه غندلي او هغه یې له نړیوالو قوانینو ستره سرغړونه بللې ده.
د ښاغلي عراقچي په وینا، “اسراییل د نړیوالو حقونو له نوې سرې کرښې تېر شوی. امریکا د صهیونیستي رژیم د بریدونو شریکه ده او واشنګټن باید خپل مسوولیت ومني.” د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې دا هم ویلي چې امریکا دې د دوی پر اټومي تاسیساتو د صهیونیستي رژیم برید وغندي.