د ننګرهار امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په «کامې» ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د یو ۱۶ کلن ځوان د وژلکېدو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه نن (یکشنبې، غبرګولي ۲۵م) د کامې ولسوالۍ اړوند په «میرزاخېلو» کلي شوې ده.
د ښاغلي حماد په وینا چې په پېښه یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او خور او ورور یې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ همداراز ویلي چې چاودنه له دې مرمۍ سره د ماشومانو د لوبو پرمهال رامنځته شوې ده.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ناچاوده توکو او ماینونو چاودنې د هېوادوالو ژوند اخیستی. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا هم له جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي پکې شته چې وخت ناوخت د لویانو په ګډون د ماشومانو د مرګژوبلې لامل کېږي.