رویټرز خبر ورکړی چې نن (یکشنبه، د جون ۱۵مه) د هند په شمالي ایالت «اوتاراکنډ» کې یوه هلیکوپټره نسکوره شوې، چې د یو ماشوم په ګډون شپږو کسانو پکې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا هلیکوپټره د شخصي شرکت «آیان اوییشن» اړوند وه، چې د هوا د خرابوالي له امله له خپل مسیر څخه تر اوښتو وروسته په یوه لرې پرته سیمه «کدارګاتي» نسکوره شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي چې دا هلیکوپټره د ګوریکنډ په ځنګلونو کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې ژورې کندې ته غورځېدلې چې د ژغورنې عملیات یې ستونزمن کړي دي. په راپورونو کې ویل شوي چې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي، خو د هلیکوپټرې د بشپړ سوځېدو له امله به د جسدونو پېژندل ګران وي.