امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د «ډونالډ ټرمپ» حکومت ‘پر ایران د تازه بریدونو لپاره’ له امریکا څخه د اسراییلو د مرستې غوښتنه رد کړې ده.
رسنیو د اسراییلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې صهیونیست رژیم په تېرو دوو ورځو کې د ایران د اټومي پروګرام د لهمنځه وړلو لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو د ډونالډ ټرمپ حکومت د اسراییلو دا غوښتنه رد کړې ده.
د اسراییلي سرچینو ویلي چې د برید په لومړیو کې د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو له ډونالډ ټرمپ څخه د مرستې ډاډ ترلاسه کړی و، خو سپینې ماڼۍ بیا دا خبر رد کړی دی.
بلخوا په راپورو کې د سپینۍ ماڼۍ په حواله یو وار بیا له ایران څخه غوښتل شوي چې په هر ځوابي غبرګون کې باید د امریکا ګټې په نښه نهشي. تر دې مخکې ایران ویلي وو چې صهیونیست اسراییلو د امریکا په ملاتړ پر دوی برید کړی، او خبرداری یې ورکړی و چې دوی به په کوربه هېوادونو کې امریکايي اډې هم په نښه کړي.