ډېر لوستل شوي

د الله جل جلا له له نعمتونو څخه یو بهترین نعمت سره ګلاس دي، ګیلاس کوچني، ګرد او سره، تور یا ژیړ رنګونه لري.

د الله جل جلا له له نعمتونو څخه یو بهترین نعمت سره ګلاس دي، ګیلاس کوچني، ګرد او سره، تور یا ژیړ رنګونه لري.

د ګیلاس ونې متوسطه لوړوالی لري، چې معمولا 4-10 متره پورې لوړوالی لري او اوږدې، شنې او غټې پاڼې لري.

دغه ګلاس رومیانو ته ورته سور رنګ لري ، په ګیلاسو کې داسې مرکبات کشف شوي دي، چې عمر خوړلو کسانو مغزو ته ډیره ګټه رسوي.

ګیلاس چې علمي نوم یې Cerasus avium او په انګلیسي کې ورته Cherry وایي؛ او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؛ تریو ته مایل خوږه، غوښنه مېوه لري؛ چې د مېوې په دننی برخه کې یو ګرد زړی لري، چې زړی د خوړلو وړ نه دی او په دوبي موسم کې پخېږي. ګیلاس ډېره ښکلې، په زړه پورې او بې اغزیو ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې ۷ مترو ته رسېږي، شنې بیضوي شکله تېرې څوکې پاڼې لري، چې د پاڼو څنګونه یې ارې ته ورته بڼه لري، پنځه پاڼي سپین ګلان لري، چې د پسرلي پرمهال په ونه کې راڅرګندېږي. د ګیلاس ونه د لومړي ځل له پاره د آسیا په لویه وچه، په ځانګړې توګه د ایران او روسیې په شمال او قفقاز کې وکرل شوه، چې له دې ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړه. ۱۰ ـــ ۱۲ کاله عمر لري، چې له دې وروسته له منځه ځي. د ګیلاس ونه په هر ډول ځمکه کې کرل کېږي او ښه وده کوي، خو یوازې له هغو ځمکو څخه په تېښته کې وي، چې لنده او یا هم ډېره وچه وي او معمولاً د کرلو او پیوند کولو په وسیله یې ډېرښت ترسره کېږي .د ګیلاس ونې ښاخونه په ډېر پراخ ډول خپرېږي او هغه ستونزه کومه چې تل بڼوال د ګیلاس ونې د ودې پرمهال ورسره مخا مخ کېږي هغه داده، چې په اصولي توګه د ښاخونو پرې کولو چاره ده، د ګیلاس ونې د ښاخونو اصولي پرې کول د ونې په سمه وده او د مېوې په تولید کې اغېزمن رول لري . له روزنې مخکې بڼوال باید په دې پوه شي، چې څه ډول د ونې ښاخونو پرې کولو چارې ترسره کړي، د ګیلاس ونې د ښاخ پرې کولو څخه مخکې بڼوال باید په دې مهم ټکي باندې هم پوه شي، چې د ګیلاس ونه څه ډول وده وکوي؟ د ونې د ښاخ پرې کولو چارې باید په ژمي کې ترسره شي، تر څو له ونې سره مرسته وشي، چې د ودې په موسم کې ښه او بشپړه وده وکړي . ګیلاس هغه مېوه ده، چې نه یوازې خلک یې په تازه ډول کاروي، بلکې له وچې مېوې او د جوس په بڼه هم ترينه ګټه اخلي. ګیلاس په خپل ترکیب کې د ( PP، B2، B1، A او C ) ویټامینونه لري، پر دې سربېره یې په ترکیب کې اسید مالیک اسید، تار تاریک او اسید سیتریک هم شته، چې له پوټاشیمو سره په ګډه ملیني او مدرې ځانګړنې خپلوي. سلولوز هم لري، ځکه نو د باد لامل ګرځي. ګیلاس د ډېر اکسدېشن لامل کېږي او د بدن د زهریاتو مخنیوی کوي .

په هر ۱۰۰ ګرامه ګیلاس کې لاندې مواد شتون لري :

۱ ـــ انرژي ۰۰۰ ۷۲/۰۲ کالوري

۲ ـــ کاربو هایډرېټ … ۱۶/۶۰ ګرامه

۳ ـــ پروټین …. ۱/۲۱ ګرامه

۴ ـــ شحمیات …. ۰/۶۹ ګرامه

۵ ـــ کلسیم ….. ۱۴/۷۱ ملي ګرامه

۶ ـــ فاسفورس …… ۱۹/۱۲ ملي ګرامه

۷ ـــ اوسپنه …. ۰/۳۸ ملي ګرامه

۸ ـــ پوټاشیم … ۲۲۳/۵ ملي ګرامه

۹ ـــ ویټامین اې … ۲۱/۴۷ ملي ګرامه

۱۰ ـــ ویټامین سي …… ۷/۰۶ ملي ګرامه

۱۱ ـــ فولیک اسید …. ۴/۱۲ ملي ګرامه .

يو څېړنه ښيي چې د پخو ګیلاسو جوس باید زیات عمر لرونکو کسانو ته ورکول شي، په دغه جوس کې داسې مرکبات شته چې یاداښت قوي کوي، عکس العمل او نورو اعصاب منظم ساتي.

د امریکا آف ډیلاور پوهنتون ساینس پوهانو د ګیلاس د ګټې معلومولو په پار په ۳۴ تنو چې عمرونه يې ۶۵ او ۷۳ کلونو تر مینځ ول داسې څیړنه وکړه، لومړی يې دا په دوه ګروپونو وویشل بیا يې لومړي ګروپ ته چې دوئ خبر نه و، سهار او ماښام د ګیلاس ۴۸۰ ملي لیتره جوس ورکاوه او دغه کار ته یې تر ۱۲ هفتو دوام ورکړ، له دولس هفتو وروسته يې له دواړه ګروپونو هغه ګروپ چې د ګیلاس جوس یې څښلو او هغه چې نه يې څښلو یو ټیسټ واخیستلو، دغو کسانو چې د ګیلاس جوس يې څښلو د سترګو په ازموینه کې ۲۳ فیصده ښه والی راغلي وو، ظاهراً تندرسته معلومیدل، عصبي یې منظم ښکاریدل؛ خو هغه دوېیم ګروپ چې د ګیلاس جوس نه وه ورکول شوي، څه خاص بدلون پکې نه تر سترګو کیده. رومي ته ورته سور رنګه ګیلاس چې پولی فینولز، میلانین او اینتهوسائنین په خپل ځان کې لري ، د دماغو فعالیت زیاتوي نو ځکه پوهان دغه سره ګیلاس عمرخوړلو کسانو لپاره توصیه کوي.

د طب برخې کارپوهانو په وینا په ګیلاس کي یو ډول انزایم شته، چي له بدن څخه د اوریک اسیدونو په لرې‌والي کې مرسته کوي.

د مشیګان پوهنتون څېړونکو په ۱۹۹۹ کې وموندل چې د ګیلاسو خوړل د پښو درد او پړسوب په ښه‌کېدو کې مرسته کوي.

د مفصلونو درد او پښو پړسوب ناروغۍ د وینې په جریان کې د «اوریک اسیدونو» د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي، چي بیا وروسته دغه اوریک اسیدونه د مفصلونو په شاوخوا کې یو ځای کېږي او د پښو او مفصلونو شدید درد رامنځته کېږي.

په ټولیز ډول د مفصلونو درد او د پښو پړسوب ناروغان په سلو کې ۷۵ سلنه یې نارینه او ۲۵ سلنه یې ښځینه دي.

ددې ترڅنګ ګیلاس د وینې او مزمن روماتېزم د ناروغانو له پاره ګټور دی. هغه کسان چې د هاضمې جهاز یې نارمل نه وي، باید د قند له شربت سره یوځای ترې ګټه واخلي او یا یې مربا وخوري. د شکرې ناروغانو او هم هغو کسانو ته چې د غړو پړسوب لري، ډېر ګټور دی .اعصاب آراموي . وینه او معده پاکوي، د سینې او مرۍ سوی له منځه وړي ،د قبضیت په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي، د سوزاک، زړه بدوالي او استفراق ( کانګو ) له پاره او همدارنګه له بادیانو سره یوځای کارول یې د متیازو او د مثانې او ګردې ( پښتورګو ) د تېږې ایستلو او روانولو له پاره کارول کېږي.

شاید تاسو یې له ګټو وروسته د کرلو هوډ هم ولري نو ګیلاس ونې معتدل آب و هوا ته اړتیا لري، عضوي مواد لرونکې او ښه drained خاوره ته اړتیا لري او معتدله اوبو ته اړتیا لري او د ډېر اوبو لګولو څخه باید ډډه وشي.

ګیلاس د مختلفو روغتیایي ګټو او خوندورو خوندونو له کبله په ټوله نړۍ کې مشهوره مېوه ده.

اړوند خبرونه