ډېر لوستل شوي

امربالمعروف وزارت: د ټولنيزو رسنيو ناسمه کارونه په قانوني توګه څارل کېږي

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو تهدید، سپکاوی، توهین، ګواښ او د مستعارو یا شخصي آدرسونو له لارې اذیت رسونه، قانوني جرم بلل کېږي او پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

وزارت له ټولو کاروونکو غوښتي، چې ټولنیزې رسنۍ دې د موثقو معلوماتو، تعلیم، تجارت او عامه آګاهۍ لپاره وکاروي؛ نه د شخصي عقدو او یا ناسمو اهدافو لپاره.

د دې وزارت په خبرتیا کې ټینګار شوی، چې هیڅوک باید ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول ونه کاروي، ځکه دا چاره نه یوازې قانوني ستونزې لري؛ بلکې د ټولنې اخلاقي فضا هم زیانمنوي.

اړوند خبرونه