د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د قزاقستان د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ښې اړیکې مهمې دي او هیله لري چې دا ګامونه د لا ښو اړیکو د پراختیا لامل شي.
دا په داسې مهال ده، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د خپل هېواد ځانګړی استازی ټاکلی دی.