ډېر لوستل شوي

خوست کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د خوست ځايي مسووولین وایي چې سږ کال په یاد ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي. 

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې هلته سږ کال په ۱۸ زره ۵۹۵ جریبه ځمکه غنم کرل شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې سږ کال له یاد ولایت څخه ۵۰ زره ۶۹۸ ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې د پروسږ کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په یاد ولایت کې د دغو حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه پر کروندګرو د اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش بولي. 

بلخوا د کندهار مسوولینو هم سږ کال په یاد ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام‌وړ زیاتوالي خبر ورکړی. 

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې هلته بیا په ۹۸ زره ۳۷۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه غنم راټول شوي دي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د غنمو کرکیله تر ډېره د کوکنارو د بدیل کښت په توګه پېژندل کېږي.

اړوند خبرونه