ډېر لوستل شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې د اسراييلو برید تيری وبولي او ودې غندي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا متحده ايالتونو غوښتي، چې پر ایران د اسراييلو صهيونيست رژيم برید یو ښکاره “تيری” وبولي او جدي غبرګون دې وښيي.

د ياد وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري ناسته کې ویلي، که د ملګرو ملتونو منشور د ټولو هېوادونو لپاره الزامي وي؛ نو باید ټول غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، د دغه “تيري” په وړاندې دریځ ونیسي او لازم اقدامات دې ترسره کړي.

دا په داسې مهال ده، چې د ايران او اسرييلو ترمنځ د روانې جګړې څلورمه ورځ ده او لا هم دواړه هېوادونه يو او بل ته د پراخو بريدونو ګواښونه کوي.

اړوند خبرونه