ډېر لوستل شوي

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی

انترفاکس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د خپل هېواد ځانګړی استازی ټاکلی دی.

توکوموف تر دې وړاندې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر پاتې شوی او د همدې دندې پر مهال یې سږ کال د حمل میاشتې په اوږدو کې کابل ته سفر هم کړی و.

بايد وويل شي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو تر دې مهاله رسمي څه نه دي ويلي.

ويل‌کېږي، چې د قزاقستان دا ګام د افغانستان د وضعیت په هکله د منځنۍ آسیا د هېوادونو د زیاتېدونکې علاقې او ډیپلوماټیک تمرکز یوه بله نښه ده.

اړوند خبرونه