د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د یاد وزارت تخینکي تیم په میدان وردګو ولایت کې د اداري کمپلکس لپاره ۱۶۳ جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړې ده.
د دغه وزارت د سروې او جيآیاېس رییس، حافظ محمدیوسف لطیف ویلي چې له دې سروې څخه یې موخه د یاد اداري کمپلکس لپاره د تفصیلي پلان ترتیبول دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “دا سروې به د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي چې د اداري کمپلکس تفصیلي پلان جوړولو، پراختیايي خدماتو او بنسټیزو تاسیساتو لپاره اړین دي.”
د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې د دې سروې پایلې به د یاد وزارت له اړوندو ریاستونو سره شریکې، څو د دغه کمپلکس لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق تفصیلي پلان ترتیب شي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته کمپلکسونو لپاره دا ډول سروګانې شوې وې.