ډېر لوستل شوي

ټرمپ د خامنه‌يي د وژنې اسراييلي پلان رد کړی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر آيت‌الله علي خامنه‌يي د وژنې هغه پلان رد کړی، چې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وړاندې کړی و.

د سي بي اېس نيوز د سرچينو په وينا، دغه موضوع د دواړو مشرانو ترمنځ له هغه وروسته راپورته شوې، چې د جمعې په ورځ اسراييلو پر ايران برید وکړ.

ټرمپ تر اوسه په علني ډول دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو نتنياهو له فاکس نيوز سره په خبرو کې  دا رپوټ نه رد او نه هم تأیید کړی، يوازې يې وويل: “موږ هغه څه کوو چې اړين دي، او امريکا پوهېږي چې د دوی لپاره څه ښه دي.”

دا په داسې مهال ده، چې له تېرې جمعې ورځې راپدې خوا د اسراييلو او ايران يو پر بل ځوابي بريدونه دوام لري او بيګا شپه هم ايران پر اسراييلو سخت بريدونه کړي دي.

اړوند خبرونه