ډېر لوستل شوي

امریکا: سره له ترینګلتیا، لا هم له ایران سره د اټومي هوکړې هڅې روانې دي

د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسټ فاکس‌نیوز ته ویلي، سره له دې چې د تهران او د امریکا د نژدې متحد اسرائيل ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې؛ خو د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي چې له ایران سره یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.

رویټرز خبري آژانس د نوموړي له قوله ليکلي: “موږ ډېر هیله‌من یو چې دا هوکړه وشي.” له بل لوري، په داسې حال کې چې د امریکا له خوا پر ایران د احتمالي بریدونو راپورونه خپاره شوي، د سپینې ماڼۍ یوه سلاکار دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې واشنګټن پر ایران هېڅ ډول برید نه‌ دی کړی.

اړوند خبرونه