ډېر لوستل شوي

د آمو دریا نفتي حوزې تړون د ژمنو د نه‌پوره‌کولو له امله فسخ شو

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د دغه وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له خوا د ژمنو پرله‌پسې نقض له امله فسخه شوی دی.

د یاد وزارت وياند همايون افغان وايي، د تړون د عملي کېدو څرنګوالی د ګډو کمېټو له‌خوا وڅېړل شو او وموندل شوه چې آفچین شرکت څو ځل له تړون سرغړونه کړې او خپلې ژمنې یې نه دي پوره کړي.

په همدې اساس، د اقتصادي معاونیت د وړاندیز او د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم له مخې، دا تړون لغوه اعلان شوی دی.

د کانونو او پټروليم وزارت وایي، د تړون له لغوه کېدو وروسته به د حقوقي او تخنیکي ارزونو لپاره نړیوالو تجربه‌لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکړي، ترڅو د اړوندو اسنادو ارزونه او مالي تصفیه ترسره کړي.

اړوند خبرونه