ډېر لوستل شوي

د اسرائیل او ایران جګړه، نظامي تقابل که سیاسي موخې؟

د حماس غورځنګ او اسرائیلو له جګړې او د صهیونېست رژیم له لوري پر فلسطین له بریدونو یو کال او څو میاشتې اوړي؛ خو داسې مالومیږي چې دا ناورین یوازې تر غزې محدود پاتې نه شو. د جګړې اور ورو ورو نورو هېوادونو ته خپور شو، د سوریې پخوانی مستبد رژیم ونړېد، لبنان، اردن هم د جګړې لمبو وواهه او اوس دا اور تر ایران راورسېد. له دې ټولو پېښو ښکاري چې نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې جګړه لا پراخیږي او ښایي څو نور هېوادونه هم پکې ښکېل شي. د ایران او اسرائيلو د مخامخ جګړې شونتیا هره ورځ زیاتېده او بالاخره څو ورځې وړاندې صهیونېست رژیم د ایران څو ښارونه ووېشتل، اټومي زېربناوې یې په نښه کړې، د ایران د اوسني حکومت امنیتي او پوځي مشران یې له منځه یوړل او همدارنګه یې د یاد هېواد ساینسپوهان هم په نښه کړل.

که څه هم صهیونېست رژیم ادعا کوي چې موخه یې یوازې د ایران اټومي پروګرام له پښو غورځول دي خو داسې ښکاري چې یاد رژیم غواړي ایران په سیاسي او پوځي لحاظه کمزوری کړي. داسې ښکاري چې اسرائيلو پر ایران سنجول شوي بریدونه کړي او غواړي په سیمه کې یوازینی پاتې سیال هېواد هم کمزوری او پر سیمه خپله ځواکمنتیا او زور وچلوي.  د ایران په ځوابي بریدونو کې هم اسرائیلو ته پراخ زیانونه اړول شوي دي. د نفتو، وسلو او نورو زېربناوو بنسټونه په نښه شوي دي او لسګونه وګړي یې مړه او ټپیان شوي دي. د ایران له ځوابي مرګونو بریدونو ښکاري چې اسرائیل به له ډېرو بریدونو راوګرځوي او یا به منځګړیتوب ته اړ شي. همداشان اسرائیل نن سبا په نړیواله کچه له زوال او انزوا سره مخ دی. په ټوله نړۍ کې یې خپل سفارتونه تړلي، سوداګري یې محدوده شوې، ناخالص عاید یې لږ او د انفلاسیون کچه یې لوړه شوې ده. اسرائیلي رسنۍ هڅه کوي چې واقعیتونه پټ کړي او وراوښتی زیان نړۍ ته ښکاره نه کړي. همدا دلیل دی چې تازه دې رژیم د ایران دولتي راډيو تلوېزیون هم په نښه کړ.

 اوس پوښتنه دا ده چې پر ایران برید پر افغانستان کومې اغېزې لرلی شي. ایران او افغانستان د ګډې اوږدې پولې لرونکې ګاونډي هېوادونه دي چې له زرګونو کلونو راهیسې د یوه بل په شتون پایي. ددې جګړې بد سیوری او اغېز پر افغانستان هم شته. افغانستان او ایران اوسمهال غوره ډیپلوماټيکې، اقتصادي او کلتوري اړیکې لري چې پرته له شکه د افغانستان او ایران سوداګرۍ زیانمنولی شي. که څه هم ایران ډاډ څرګند کړی چې له افغانستان سره ټولې پولې پرانیستي او سوداګرۍ کې هېڅ ټکنتیا نشته. همداشان ایران د سل ګونو زرو ثبت شویو او ناثبت شویو افغانانو کوربه هېواد دی چې یاد افغانان هلته په خپله غریبۍ او کار بوخت دي چې دا جګړه د دوی ورځنی ژوند او کاروبار هم ورسختوي.

د ایران او اسرائيلو تر منځ جګړه پینځمې ورځې ته رسیږي خو ترمنځ یې د خبرو او اوربند کوم څرک نه تر سترګو کیږي. په سیمه کې د امریکا په ملاتړ د صهیونېست رژیم بریدونه، په نیابتي جګړو کې ښکېلتیا، د خپلواکو هېوادونو پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری او نور دا په ډاګه کوي چې دا رژیم د خپلو لوی بادار(امريکا) په مرسته د خپلې پخوانۍ هیلې«لوی اسرائیل» په لټه کې ده. که خدای مه کړه ایران زیانمنیږي، نو ګټه سیده اسرائیل او امریکا کوي او په دې سره به په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو یوازینی پاتې سیال هم په ګونډو شي. همداشان د امریکا موخه د چین او روسیې یوازې کول دي او په سیمه کې د دوی د یوه مهم همکار له پښو غورځول.

اوسمهال اسرائیلي رژیم له نړیوالې انزوا سره مخ دی. پخوانیو متحدینو هم ترې مخ اړولی او همدارنګه له څلورو خواوو له مقامت او برید سره مخ دی. همداشان ولسي نارضایتي هم ورسره مله ده. د صهیونېست رژیم بقا د امریکا په لاس کې ده او همدا هېواد دی چې له لومړۍ ورځې د اسرائيلو تر شا ولاړ او په سیمه کې یې اور بل کړی دی. داسې مالومیږي چې د اسرائیلو او ایران نظامي ځواک سره برابر دي؛ خو دواړه هېوادونه له ګڼو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ دي. تهران له کلونو کلونو راهیسې له ګڼو بندیزونو سره مخ دی او لا هم د اعظمي اقتصادي او سیاسي فشار لاندې دی؛ خو په روانه جګړه کې یې خپله ځواکمني ښودلې او د اسرائيلو د نابودي او غاښ ماتوونکو بریدونو چمتووالی نیسي.

د اسرائیلو او ایران په دې کړکېچ کې د سیمې او په ځانګړي ډول د اسیا لوی هېوادونه او د ایران ملګري(چین او روسیه) هم غلي نه شي پاتې کېدلی. امریکا له کلونو هڅه کړې چې ایران تر اوږد فشار لاندې وساتي او کمزوری یې کړي. واشنګټن غواړي چې تهران دې منزوي واوسي، کمزوری دې شي؛ خو په عین حال کې غواړي چې جګړه دې هم اوږده نه شي. چین او روسیه، برعکس، له ایران سره د انرژۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې نږدې همکاري لري، خو نه غواړي د منځني ختیځ د نویو ائتلافونو ضد کې د جګړې مستقیم لوری شي. نو په ښکاره ویل کېدای شي چې دې جګړه یوازې دوه هېوادونه نه، بلکې سیمه ییزې او نړیوالې بڼې ته په نږدې کېدو ده. باید وویل شي چې ددې جګړې ورووستي زیانونه لا هم بې پرې رسنیو ته نه په ډاګه کیږي او دواړه لوري غواړي چې  مقابل لوری ډېر زیانمن وښیي. همداشان د جي ـ۷ هېوادونو هم د ایران او اسرائيلو اړوند غونډه رابللې وه چې د واشنګټن د فشار له وجې دې غونډه کې هم د اسرائیلو ملاتړ شوی. د اسرائيلو دا بریدونه د اسلامي امارت په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو تقبېح کړي او د یوه خپلواک هېواد پر خاوره او جغرافیه یې مستقیم تېری بللی دی.

اړوند خبرونه