ډېر لوستل شوي

د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي پنځمه ورځ؛ نښتو ۱۰۹۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د بشري حقونو بنسټ «هرانا» راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ دوامداره پوځي نښتې نن پنځمې ورځې ته داخلې شوې، چې له امله یې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰۹۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې، د ایران لږ تر لږه ۱۹ ولایتونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي، چې پکې نظامي، ملکي او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي. یوازې په بيګانيو بریدونو کې د ۱۶ کسانو د وژل کېدو او ۷۷ نورو ته د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

په ټوله کې، د ځایي او خپلواکو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د وژل شویو شمېر ۴۵۲ تنو ته رسېدلی؛ خو د ایران حکومت تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی تائيد کړی.

اړوند خبرونه