د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) خبر ورکړی، چې د بوديجې د کمښت له امله به په نړیواله کچه خپل درې نیم زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
یادې ادارې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې د دغه اقدام له امله به د کډوالو لپاره د دوی بشري او خیرښیګڼې فعالیتونه هم راکم شي.
ویل شوي، چې د دې ادارې د مالي بحران اصلي لامل د امریکا متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د مرستو بندېدل دي، کومې چې د ادارې ۴۰ سلنه کلني لګښتونه جوړول او امریکا یې په کلني ډول دوه میلیارده ډالر مرسته ورسره کوله. د راپور له مخې، له دغو بدلونونو سره به نه یوازې د جنیوا مرکزي دفتر، بلکې د “UNHCR” په نړیوالو استازولیو کې هم ګڼې څانګې وتړل شي.